نامعلومه وسله والو کندهار کې یو پخوانی څارنوال وژلی

10 عقرب 1399 ساعت 8:44

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو کندهار ولایت کې یو پخوانی څارنوال په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو کندهار ولایت کې یو پخوانی څارنوال په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د لړم ۹ مه ماسپښین مهال د کندهار ښار په نهمه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د نهمې حوزې اړوند سیمه کې پر پخواني څارنوال شبیر احمد قیوي غلکچي برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه غلچکي برید کې د کندهار د استېناف محکمې څارنوال شبیر احمد قیومي وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې شبیر احمد قیومي یو مدافع وکیل او یو ځل ولسي جرګې ته نوماند هم وو.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132976

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132976/

جمهور
  https://www.jomhornews.com