۰
یوناما:

افغان لوري د تاوتریخوالی کم او د سولې له تاریخي فرصته د ګټه واخلي

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما یو ځل بیا په جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
افغان لوري د تاوتریخوالی کم او د سولې له تاریخي فرصته د ګټه واخلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما یو ځل بیا په جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما پرون شنبې د لړم ۱۰مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي تر ټولو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د یوناما د اعلامیې پر اساس په تېرو ۹ میاشتو کې په هرو لسو وژل شویو ملکي کسانو کې څلور یې ماشومان او مېرمنې دي.

اعلامیه کې ویل شوي د همدې لپاره دوی د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې تاوتریخوالی ودروي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی د وکړي.

دغه راز یونا پر دواړو لورو دا غږ هم کړي، چې د سولې لپاره د رامنځ ته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې د ټینګېدو لپاره کار وکړي.

د یادونې ده، چې یوناما څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو ۹ میاشتو کې په جګړه کې ۲۱۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې زیاته شوې وه، چې په قطر کې د سولې د خبرو د پیل سره سره بیا هم په افغانستان کې د ملکیانو په تلفاتو کې کمی نه دی راغلی.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي