د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد په موټریز کاروان برید شوی

11 عقرب 1399 ساعت 8:46

د سولې د عالی شورا د مرستیال حاجي دین محمد په موټریز کاروان وسله وال برید شوی، چې یو ساتونکی یې په کې وژل شوی دی.


د سولې د عالی شورا د مرستیال حاجي دین محمد په موټریز کاروان وسله وال برید شوی، چې یو ساتونکی یې په کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي دین محمد په موټریز کاروان پرون شنبې د لړم ۱۰ مه له غرمې وروسته د کابل – جلال آباد پر لویه لار برید شوی دی.

که څه هم دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي، خو راپورونه وایي حاجي دین محمد له کابل نه ننګرهار ته په لاره و، چې تر وسله وال برید لاندې راغی.

ویل کېږي په دغه برید کې د حاجي دین محمد یو ساتونکی وژل شوی خو دا چې خپله دین محمد هم په دې کاروان کې و که نه؟

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com