۰

عمران خان بیا افغانستان کې د نوی حکومت جوړېدو ته اشاره کړې

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو ته اشاره کړې وایي، تمه لري، چې راتلونکی افغان حکومت به هند ته اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
عمران خان بیا افغانستان کې د نوی حکومت جوړېدو ته اشاره کړې
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د نوي حکومت جوړېدو ته اشاره کړې وایي، تمه لري، چې راتلونکی افغان حکومت به هند ته اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې له المانۍ شپیګل مجلې سره مرکه کې کړې ویلي یې دي، چې په دې اړه له ډاکتر عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار سره هم غږېدلی دی.

نوموړي له دغه دوه افغان سیاسیون سره یې لیدنه کې ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د هېڅ شي په لټه کې نه دی، یوازې ګټه یې په دې کې ده، چې کابل کې راتلونکی حکومت هند ته اجازه ورنه کړي، چې له دغه ځایه د پاکستان ضد فعالیت وکړي.

د عمران خان دا ادعا په وار وار د افغان حکومت او افغانانو له خوا په کلکه رد شوې او ویلي یې دي سره له دې چې هند د افغانستان نېږدې دوست او ملاتړ کوونکی دی، خو هېڅ وخت یې له افغان خاورې د پاکستان ضد فعالیت نه دی کړی.

د دوی په وینا د پاکستان دغه ادعا چې هند په افغانستان کې حضور لري یوازې د دې لپاره ده، چې تر څو د طالبانو د ملاتړ لپاره یوه پلمه پیدا کړي.

عمران خان د طالبانو له حکومت څخه د پاکستان د په رسمیت پېژندنې څخه هم دفاع کړې او دا یې د پاکستان حق بللی و خو انکار کوي، چې هېواد یې پر طالبانو کنټرول نه لري.

دی وايي، کله چې پاکستان له طالبانو وغوښتل، چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري، طالبانو دا خبر رد کړه.

عمران خان د افغان سولې پروسې او اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي په اوس وخت کې هېڅ کس وړاندوینه نه شي کولی، چې افغانستان کې تحولات کوم لور ته روان دی.

خو زیاتوي، چې له افغانستان وروسته چې تر ټولو ډېر سولې ته اړتیا لري هغه پاکستان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي