۰
کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په تېرو ۵۰ ورخو کې کابو ۲۰۰۰ بریدونه کړي دي

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې کابو ۲ زره بریدونه کړي، چې په کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو په تېرو ۵۰ ورخو کې کابو ۲۰۰۰ بریدونه کړي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې کابو ۲ زره بریدونه کړي، چې په کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاته کړې، چې طالبانو قطر کې د خبرو د پیل سره خپل بریدونه هم ډېر کړي، چې ډېری مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

ارین زیاتوي، چې طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې ۹۵۹ یرغلیز بریدونه، ۱۴ یې ځانمرګي بریدونه کړي او ۲۶۳ کړۍ ماینونو ته یې هم چاودنه ورکړې ده.

د ارین په وینا په دې بریدونو کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز ۶۰۳ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت همدا راز وایي، د طالبانو ګڼ بریدونه افغان امنیتي ځواکونو یا شنډ کړي او یا یې په شا تمبولي دي.

هغه د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، چې په پنځوسو ورځو کې افغان ځواکونو تر ۲ زره پورې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو د افغان حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي