امرالله صالح د مالیې وزارت مسوولینو او مامورینو ته! آغا زاده ګانو ځانونه مو اصلاح کړی

11 عقرب 1399 ساعت 9:42

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مالیې وزارت مسوولین او کارکوونکي په دنده کې په ټمبلۍ او ځان غړونې تورن کړي او ترې غوښتي یې دي، چې ځان اصلاح کړي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مالیې وزارت مسوولین او کارکوونکي په دنده کې په ټمبلۍ او ځان غړونې تورن کړي او ترې غوښتي یې دي، چې ځان اصلاح کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د لړم ۱۱ مه په خپله فسبوک پاڼه د خپلې څوارلسمې غوندې پایلې او جزیات خپاره کړي او په کې یې د مالیې وزارت مسوولینو ته خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي صالح د مالیې وزارت د مامورینو په کم کارۍ نیوکه کړې او له هغوی یې په جدي توګه غوښتي، چې ځانونه اصلاح او خپلو دندو او کارونو ته په وخت رسېدنه وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي«خبر رارسېدلی، چې د مالیې وزارت یو شمېر مسوولین د بې اسناده موټرو د ثبت او محصول په برخه کې ټمبلي کوي او پرون دغه آغا زاده ګان په لسو بجو خپل کار ته حاضر شوي وو.»

نوموړي خبرداری او ګواښ کړی، چې دغه عمل سم کار نه دی او که ځانونه اصلاح نه کړي نو په وړاندې به یې جدي، ګړندۍ، د لمس وړ او سنجول شوي ګامونه پورته شي.

د یادونې ده، چې ښاغلي صالح د کابل د امنیت مسوولیت اخیستو وروسته په ښار کې د بې اسناده موټرو په تګ راتګ بندیز ولګاوه او له مالیکینو یې وغوښتل، چې تر دوه میاشتو پورې خپل موټر قانوني کړي که نه ترې وبه نیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 133015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com