۰
امنیتي چارواکي:

د ارغنداب جګړه کې ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۸۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارغنداب جګړه کې ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۸۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی زیاتوی، چې افغان ځواکونو د ارغنداب په کوهک او ناګهان سیمو کې پر طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند په جګړه کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د کندهار په ارغندب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې له هغه راهیسې روانې دي، چې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

د جګړې له امله سلګونه کورنۍ له خپلو ځایونو بې ځایه شوي او د انارو حاصلات یې همداسې په باغونو کې پاتې دي.

د دې تر څنګ د یاد ولایت په ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې هم جګړې زیاتې شوې او د کندهار خلک پر مرکزي حکومت نیوکه کوي، چې د کندهار ښار په امنیت کې پاتې راغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي