۰

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان له دندې لرې او پر ځای یې نوی قوماندان وټاکل شو

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
په داسې حال کې، چې په سویلي حوزه کې جګړو زور اخیستی، دفاع وزارت په تازه اقدام کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال اسدلله کوهستاني له خپلې دندې لرې کړی دی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان له دندې لرې او پر ځای یې نوی قوماندان وټاکل شو
په داسې حال کې، چې په سویلي حوزه کې جګړو زور اخیستی، دفاع وزارت په تازه اقدام کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال اسدلله کوهستاني له خپلې دندې لرې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت د جنرال کوهستاني پر ځای جنرال زلمی خان نبرد د ۲۰۵ اتل قول اردو د نوي قوماندان په توګه ټاکلی دی.

تر اوسه د جنرال کوهستاني د لرې کېدو په اړه دفاع وزارت څه نه دي ویل، خو ځینې امنیتي سرچینې وايي، چې نوموړی د کندهار او اروزګان د وروستیو ناامنیو له امله د دندې څخه لرې کړل شوی دی.

د افغان پوځ په ۲۰۵ قول اردو کې دغه بدلون پر داسې مهال راځي، چې په دې وروستیو کې په کندهار، هلمند او اروزګان ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

یوازې تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دې تر څنګ د کندهار په ژېرۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې هم جګړو زور اخیستی، خو ځايي امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو طالبانو ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي ویلي، د ارغندب ولسوالۍ په تازه هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۶۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې په سویلي حوزه کې د جګړې د زیاتېدو سره سم د افغان پوځ مشر جنرال یاسین ضیا هم له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د جګړې د مدیریت لپاره په جنوب کې دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي