سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ښار کې د یوې چاودنې له امله ۶ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د لړم ۱۱ مه سهار وختي د ښار د ۱۲ مې ناحیې اړوند د پایان آب سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هرات د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه دغلته د پولیسو په یوه پوسته شوې، خو د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
په خبرپاڼه کې تایید شوې، چې په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي، دوه پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولین هم تاییدوي، چې دوی ته درې جسدونه او درې تپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات