ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي او مالی مسوولین نیول شوي دي

11 عقرب 1399 ساعت 13:59

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیولي دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیولي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو تېره شپه ( د لړم ۱۰مه) د مرکز جلال آباد ښار په اتمه حوزه کې عملیات کړي دي.

دی وايي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین او دوه تنه نور داعشیان نیول شوي دي.

خوږیاڼي د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې داعش په کې د موجودیت اعلان کړی و، خو تېر کال د افغان ځواکونو له خوا سخت وځپل شول او د داعش د ماتې اعلان یې وکړ.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 133030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com