۰

قطر کې طالب استازو د سویس له چارواکو سره خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
په قطر کې د وسله والو طالبانو یو شمېر استازو د ځینو سویسي چارواکو سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.
قطر کې طالب استازو د سویس له چارواکو سره خبرې کړې دي
په قطر کې د وسله والو طالبانو یو شمېر استازو د ځینو سویسي چارواکو سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر تایید کړې، چې د دوی استازو د سویس له سفیر، د افغانستان لپاره د سویس له نا هستوګن سفیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره پر بېلا بېلو مسئلو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د روانو جګړو پر کمولو، بشري مرستو او جنوا کنفرانس باندې خبرې شوې.

په دغه کنفران کې سویسي چارواکو ویلي، چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشري مرستو ته ادامه ورکوي او باید زمینه ورته برابره شي.

طالبان وايي، دوی هم سویسي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې دوی به زمینه برابروي څو په اړینو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي