ولسمشرغني:

د طالبانو پر ضد سیمه ییز پاڅونونه باید تقویه او ملاتړ یې وشي

12 عقرب 1399 ساعت 10:06

ولسمشر غني د هېواد د سولي حوزې د امنیت ارزونې په یوه ناسته کې امر کړی، چې د طالبانو پر ضد سیمه ییز پاڅونونه باید تقویه او ملاتړ یې وشي.


ولسمشر غني د هېواد د سولي حوزې د امنیت ارزونې په یوه ناسته کې امر کړی، چې د طالبانو پر ضد سیمه ییز پاڅونونه باید تقویه او ملاتړ یې وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون یکشنبې د لړم ۱۱ مه د سویلي حوزې د امنیت د جاج اخیستو په موخه د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست له لوړ پوړو چارواکو سره د ویډويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب هم شتون درلود، چې د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا له کندهار څخه او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع او د ملي امنیت مرستیال له هلمند څخه انلاین و.

په دغه کنفرانس کې د پوځ نورو لوړ پوړو چارواکو او دغه راز د یو شمېر ولایتونو والیانو هم ګډون درولود.

یاد کنفرانس کې د پوځ مشر جنرال ضیا ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل فعال تعرض سره د میوند ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه دفع کوي.

ښاغلي ضیا زیاته کړې، چې پرمختګونه دوام لري او تر اوسه کابو سل تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د ملي امنیت ریاست مرستیال د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړ.

دوی ویلي، طالبانو په دغه ولایت کې سخته ماتې خوړلې، روحیه یې کمزورې شوې او په منځ کې یې بهرني جنګیالي شتون لري. امنیتي کمربندونه پراخ شوي دي.

هغوی زیاته کړې، چې د ناوې او نادعلي ولسوالیو او لویو لارو د امنیت ټېنګښت یې لومړیتوب دی، همداراز پر باباجي سیمه تمرکز لرو او چاڼیزې برنامې یې دوام لري.

ولسمشر غني د امنیتي راپورونو له اورېدو وروسته د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان باید په کندهار کې هم ماته وخوري.

ښاغلی غني د امنيتي جزوتامونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی، ویلي یې دي د دښمن هر خوځښت او برید او د طالبانو هر احتمالي ګواښ چې زموږ خلکو ته متوجه وي، باید په نقطه کې خنثی شي.

ولسمشر زیاته کړې، چې ولسي خوځښتونه دې پیاوړي او د لویو لارو، بندونو، ځنګلونو او کانونو امنیت باید ونیول شي.

دغه راز ښاغلي غني امر کړی، چې په لویو لارو کې د دښمن موجودې اخاذي د لمنځه یووړل شي او دوی ته دې د لویو لارو د ناامنه کولو اجازه نه ورکول کېږي.

ولسمشر ویلي، امنیتي میثاق دې په شدیده توګه پلی او په سرحدي ولسوالیو کې دې لا زیات کار وشي، د دښمن خوځښتونو ته دې اجازه نه ورکول کېږي او د هغوی د هر خوځښت پر ضد دې عملیات وشي.

ولسشمر د لویدیځ زون والیانو ته لارښوونه کړې، چې له خلکو سره زیات کار وکړي او په خپلو اړوندو ولایتونو کې دې د انکشافي برنامو د تطبیق په خاطر لازیاته هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com