کابل کې د امریکا سفارت:

افغانستان کې لا هم خبریالان او رسنۍ له ګواښونو سره مخ دي

12 عقرب 1399 ساعت 10:53

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، خبریالان او رسنۍ لا هم افغانستان کې له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.


کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، خبریالان او رسنۍ لا هم افغانستان کې له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن تازه له ګواښونو د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي په افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي په ټوله سیمه کې تر ټولو پیاوړې او غوره نمونه بللې ده.

خو په وینا یې سره له دې چې خبریالان په افغانستان کې د شفافیت او اصلاحاتو د راوستو لپاره کار کوي خو لا هم له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي.

ویلسن زیاته کړې، چې په افغانستان کې دې اړوندې ادارې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او د دوی د چارو او فعالیتونو امنیت دې تامین کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ځینو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی او فشار غندلی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com