۰

پکتیا کې پر ولسي پاڅونوالو موټر بم برید شوی دی

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې پر ولسي پاڅونوالو موټر بم برید شوی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پکتیا کې پر ولسي پاڅونوالو موټر بم برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې پر ولسي پاڅونوالو موټر بم برید شوی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه (د لړم ۱۱مه) د ګردیز – زرمت سړک په اوږدو کې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته نېږدې، چې د سړک جوړونې شرکت څخه ساتنه کوي رامنځ ته شوی دی.
 
د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران موټر بم قرارګاه ته تر رسېدو مخکې په نښه او چاودلی دی چې په نتيجه کې يې دوه پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره جزیات یې ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د ګردېز - زرمت د سړک د جوړوونکي شرکت پر کاريګروو بمي چاودنې يو کاريګر وژلی او درې نور ټپيان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي