هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

13 عقرب 1399 ساعت 8:51

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د لړم ۱۲ مه د مرکز لښکرګاه اړوند د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د طالبانو له لوري خښ شوي ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.
 
جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 133081

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133081/

جمهور
  https://www.jomhornews.com