ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک اروزګان ولایت کې پر طالبانو هوايي برید کړی او ۱۷ تنه وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۱۳ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان هوایي ځواک د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه غونډه برید وکړ.
دفاع وزارت وايي، په دغه برید کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا برید پر داسې مهال وشو، چې طالبانو غوښتل د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
دفاع وزارت وايي، په دغه هوايي برید کې د طالبانو دوه میله کلاشنکوف او یو میل پیکا هم له منځه وړل شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په اروزګان کې هم له تېرو څو اونیو راهیسې جګړې روز اخیستی، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې هم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل