په کابل پوهنتون د برید له امله نن ملي ماتم دی

13 عقرب 1399 ساعت 9:28

افغان حکومت پر کابل پوهنتون د پروني خونړي برید په ویر کې نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.


افغان حکومت پر کابل پوهنتون د پروني خونړي برید په ویر کې نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي، له هېواده بهر سیاسي نمایندګیو ته هم لارښوونه شوې چې بیرغونه نیمه ځوړند او د قران عظيم الشأن ختمونه وکړي.

ولسمشر غني هم په پرونۍ تلوېزیوني وینا کې د ملي ماتم اعلان وکړ او دغه برید یې په کلکوټکو وغانده او د بشر ضد جنایت یې وباله.

ښاغلي غني ګواښ وکړ، چې د برید غچ به اخلي او ویې ویل«د افغانستان دښمنان دې پوه چې د برید غچ اخلو، دوی پر دغه ډول بریدونو زموږ د ملت اراده نه شي کمزورې کولی.»

د یادونې ده، چې پرون دوشنبې د لړم ۱۲ مه درې تنه وسله وال کابل پوهنتون ته د ننه او د حقوقو پوهنځۍ کې یې پر محصلینو ناتار ډزې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي، چې په دغه برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي، چې کابو ټول یې محصلین دي.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، له عاملینو سره یې باید حساب وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com