خلیلزاد پر کابل پوهنتون برید ته په غبرګون کې:

دولت او طالبان د یو بل نه ملامتوي، دلته یو ګډ دښمن شتون لري

13 عقرب 1399 ساعت 9:49

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون شوي برید به کلکه غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون شوي برید به کلکه غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له خلیلزاد دغه برید ته په غبرګون کې ویلي، دا برید نه باید حکومت او طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې یو بل ملامت کړي.

خلیلزاد په څو ټوېټونو کې ویلي«په کابل پوهنتون برید وحشتناک و، زه دا برید په کلکه غندم او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی یم.»

نوموړي ویلي، دا ترهګریز جنایت یوازې پر پوه نه دی، بلکې د جهالت د تقویت لپاره شوی، هغوی غواړي ګډوډي، بې ثباتي، ترور او فقر تقویه کړي، هغوی د سولې مخالف دي او غواړي جنګي حالت ته دوام ورکړي.

خو ټینګار کوي، چې دغه وحشیانه برید نه باید دولت او طالبانو ته دا فرصت وي، چې یو بل ملامت کړي او د پړې ګوته یې یو بل ته ونیسي، ځکه دلته یو ګډ دښمن حضور لري.

خلیلزاد د کډ یا معمول دښمن نوم نه دی یاد کړی چې څوک دی او ولې افغانستان کې سوله نه غواړي، خو وایي دا عمل چې هر که داعش دی او که نورې ترهګرۍ ډلې کړی یو وحشیانه عمل دی.

د خلیلزاد په وینا ټول باید د سولې لپاره سره یو موټی شي، پر اوربند موافقه وشي او یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره باید مذاکرات ګړندي کړي.

د یادونې ده، پر کابل پوهنتون پرون د درې تنه وسله والو له خوا برید وشو، چې په کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

بریدګرو چې مسوولیت یې داعش اخیستی له افغان ځواکونو سره کابو شپږ ساعته جګړه وکړه او وروسته د درې واړه بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

افغان ولسمشر، د هغه مرستیالانو، ډاکتر عبدالله، پځواني ولسمشر کرزي، ناټو، امریکا او ایران سفارتونو، خلیلزاد او یو شمېرو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم دا برید په کلکه غندلی دي.

ولسمشر غني دا برید یو ستر بشر ضد جنایت بللی او ګواښ یې کړي، چې د برید غچ به هرو مرو اخلي.

د دغه برید له امله نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com