۰

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او سکاټ مېلر کندهار ته رسېدلي

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
په جنوبي حوزه په ځانګړي ډول په کندهار او هلمند کې د جګړې د زیاتېدو سره سم د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندهار ولایت ته رسېدلي دي.
د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او سکاټ مېلر کندهار ته رسېدلي
په جنوبي حوزه په ځانګړي ډول په کندهار او هلمند کې د جګړې د زیاتېدو سره سم د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندهار ولایت ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر ښاغلی خالد او جنرال مېلر نن سه شنبې د لړم ۱۳ مه کندهار ته تللي او د سفر موخه یې هم د دغه ولایت او په ټول کې د جنوبي حوزې د امنیت جاج اخستل دي.

ښاغلي خالد کندهار ته د سفر پر مهال ویلي، چې ټول به ډېر ژر په کندهار ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو شاهدان و اوسي.

د کندهار د والي له دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې ولایت کې مېشتو افغان ځواکونو د دفاع سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ته ډاډ ورکړ چې طالبانو ته‌ یې درنه مرګ ‌ژوبله اړولې او ژر به د دې ولایت له نا امنه شویو سیمو طالبان وباسي.

د یادونې ده، چې د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو بریدونه او ورسره د افغان ځواکونو جګړې زور اخیستی دی.

په جنوب کې امنیتي چارواکي وايي، طالبانو ته یې سخته ماته ورکړې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د کندهار د چارواکو په وینا یواې په ارغنداب کې یې د یو شمېر قوماندانانو په ګډون ۱۲۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي