۰
منظور پښتین پر کابل پوهنتون برید ته په غبرګون کې:

د نور له خوا د تپل شوې جګړې او تاوتریخوالي خلاف باید هڅې جاري وساتو

چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو هم په کابل پوهنتون شوی برید په کلکه غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د نور له خوا د تپل شوې جګړې او تاوتریخوالي خلاف باید هڅې جاري وساتو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو هم په کابل پوهنتون شوی برید په کلکه غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او ثنا عجاز پر کابل پوهنتون برید په کلکه غندلی او نه یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پښتین له افغانانو غوښتي، چې د سولې د ټنګښت لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي.

ښاغلي پښتین ویلي، چې دوی به د جګړې او تاوتریخوالي د مخینوي لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

منظور پښتین په یوه ټوېټ کې لیکلي« موږ‎به  د جگړ‎ې او د نورو له خوا تپل شوي تاوتريخوالي خلاف خپل جدوجهد جاري ساتو.»

د یادونې ده، چې پرون د کوزې پښتونخوا سلګونو ځوانانو هم د یوې غوندې په ترڅ کې پر کابل پوهنتون شوی برید په کلکو ټکو وغانده او د قربانیانو له کورنۍ سره یې خواخوږي وښوده.

دوی د پېښې د قربایانو په یاد شمعې بلې کړې وې.

باید و ویل شي، پر کابل پوهنتون دوه ورځې وړاندې د دریې تنه وسله والو له خوا برید وشو، چې له افغان ځواکونو سره یې جګړې شپږ ساعته وخت ونیوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ ټپیان شوي، چې کابو ټول یې محصلین دي.

دغه برید په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارول او دا یې یو نه بښونکی او وحشي عمل وباله.

پرون په پکتیا، خوست، لغمان، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې زرګونو کسانو د دې حملې په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

لاریون والو چې د سولې، اوربند او د جګړې د ختم شعارونه یې له ځان سره لیږدول له وسله والو ډلو وغوښتل چې پر علمي بنسټونو دې د مرګونو بریدونو لړۍ ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي