کندوز کې ماین چاودنې ۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

14 عقرب 1399 ساعت 14:08

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د ملي اردو په یوه تخلیه شوې اډه کې ماین چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د ملي اردو په یوه تخلیه شوې اډه کې ماین چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۴ مه سهار مهال د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې له یوې اډې څخه تکتیکي شاتګ کړی و او خالي کړې یې وه، خو طالبانو ملکي خلک مجبور کړي، چې دغه بېس تخریب کړی.

دی وايي، د بېس د تخریب پر مهال ماین چاودنه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د خان آباد ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 


د مطلب کود: 133132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com