د علماو شورا او د حج وزیر:

افغانستان کې جګړه او هر ډول بریدونه حرام دي

14 عقرب 1399 ساعت 14:16

د افغانستان د حج او اوقافو وزرات او د علماو سرتاسري شورا په کابل پوهنتون برید ته په غبرګون کې وايي، په هېواد کې هر ډول بریدونه حرام دی.


د افغانستان د حج او اوقافو وزرات او د علماو سرتاسري شورا په کابل پوهنتون برید ته په غبرګون کې وايي، په هېواد کې هر ډول بریدونه حرام دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخېد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي نن چهارشنبه د لړم ۱۴ مه  خبریالانو ته وویل، د نړۍ ګڼو اسلامي هیوادونو دیني علماو او اسلامي ټولنو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې ده.

نوموړي زیاته کړه چې پر دیني مرکزونو،جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو، پوهنتونونو،پر عام المنفعه تاسیساتو او موسساتو او په مجموع کې پر هر مسلمان فرد ملکي او نظامي، سیاسي او غیر سیاسي... په ټولو مرکزونو او په مجموع کې په دغه هیواد کې بریدونه حرام دي او هیڅ شریعي جواز نه لري.

د حج او اوقابو سرپرست وزیر دا هم و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د جګړې بهانه ختمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي نړۍ ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي هم د افغانانو ترمنځ جګړه ناروا بللې ده.

ښاغلي قرضاوي نن چهارشنبه په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له غړو سره لیدنه کې ویلي، سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول اړخونه له نرمښت نه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړې، اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ د ټولنې مشر، د بنګله دېش او اندونیزیا د دیني عالمانو شورا هم په افغانستان کې جګړه ناروا او حرامه بللې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com