۰

اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د اوربند او مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې د افغان جګړې ښکېل لوریو غوښتي، چې تاوتریخوالي کم او د سولې خبرې چټکې کړي.
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د اوربند او مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې
اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې د افغان جګړې ښکېل لوریو غوښتي، چې تاوتریخوالي کم او د سولې خبرې چټکې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي او پاکستاني چارواکو تر منځ دغه خبرې د دواړو لورو د ستراتېژيکو مذاکراتو تر پاي ته رسېدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وشې دي.

په دغه اعلامیه کې دواړو لورو ویلي، چې په افغانستان کې باید د سولې مذاکرات ګړندي شي او اوربند ته لار هواره شي.

 د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې د برخې جګپوړي استازي جوزف بورېل اودد پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډه ویلي، په افغانستان کې د شخړو دوام د سولې لپاره د سیمې له غوښتنو سره په ټکر کې دی.

دواړو لورو ټيڼګار کړي، چې په افغانستان کې بشري اوربند ضروري دی او دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش غوښتنه هم ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې جګړې خونړۍ شوې دي نو دواړو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

دواړو لورو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او د دې تمه لري چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي