۰

د امریکا ټاکنې: جوبایډن بریا ته نېږدې شوی دی

پنجشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې او له شمېر ښکاري، چې د اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیال جو بایډن مخکې دی.
د امریکا ټاکنې: جوبایډن بریا ته نېږدې شوی دی
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې او له شمېر ښکاري، چې د اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیال جو بایډن مخکې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ټاکنې پرون چهارشنبې د لړم ۱۴ مه پای ته ورسېدې، خو د رایو او کالجونو یا حوزو شمېر لا هم دوام لري.

د وروستیو معلوماتو له مخې جوبایډن تر اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډېر مخکې دی او بریا ته یې ځان نېږدې کړی دی.

د معلوماتو پر اساس بایدن د میشیګن ایالت د ۱۶ رایو په ګټلو سره تر اوسه پورې ۲۵۳ رایې، یا کالجونه ګټلي او بریا ته یې یوازې ۱۷ نورې رایې پکار دي.

خو سیال یې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا تر اوسه ډېر وروسته پاتې دی او ۲۱۳ رایې یې تر اوسه اخیستي دي.

د یادونې ده، چې د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټونکي نوماند لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا وي، چې بایډن ځان ورنېږدې کړی دی.

د عامو خلکو په رایو کې هم جوبایډن درې میلیونه رایې تر ټرمپ مخکې دی.

بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، ادعا نه کوي بلکې ډاډه دی چې د رایو شمېرلو په پای ته رسېدو سره به دی د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

بلخوا ټرمپ بیا په ګڼو ایالاتونو کې د جو بایډن پر ډله د پراخ فساد تور پورې کړی وايي، د ټاکنو کمېسیون هم د هغه په ملاتړ ولاړ دی او په ځینو برخو کې ان د ټرمپ ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي