کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پوهنتون د برید په تړاو ۱۳ تنه پولیس منسوبین د امنیتي پلان د تطبیق په برخه کې د غفلت له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، څارنوالۍ ته معرفي شوي پولیس منسوبین د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې دي، چې د کابل پوهنتون د امنیت چارې هم ورتر غاړه دي.
دی وایي، دغه کسان په دنده کې د غفلت او امنیتي پلان د ناسم تطبیق له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.
په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نیول شویو کسانو کې د حوزې امر، جنايي مدیر او د محافظت د قطعې قوماندان هم شامل دی.
د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون د تېرې سه شنبې لړم ۱۳ مه ورځ درې تنه وسله والو برید وکړ، چې له امله یې ۲۲ تنه و وژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت داعش واخیست خو افغان حکومت پرې پړه طالبان وبلله، ځکه په وینا یې طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل