۰

مسکو، ډهلي او تهران پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۷
ایران، روسیې او هند، مسکو کې د افغانستان پر سوله درې اړخیز کنفرانس ترسره کړی دی.
مسکو، ډهلي او تهران پر افغان سوله خبرې کړې دي
ایران، روسیې او هند، مسکو کې د افغانستان پر سوله درې اړخیز کنفرانس ترسره کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس یادو هېوادونو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

د دغه کنفرانس ګډونوالو رسنیو ته ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات بن بست ته رسېدلي، هېڅ راز پرمختګ نه لري.

د دې تر څنګ دوی دا هم ویلي، چې تاوتریخوالی ډېر شوی او دې مسئلې د سیمې امنیت ته خطرونه او ګواښونه متوجه کړي دي.

د کنفرانس ګډونوال پر دې غږېدلي چې څنګه وکړی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي او دواړه لوري دې ته وهڅوي چې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

دوی ټینګار کړی چې روانه جګړه باید ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي او افغانان دې د مذاکراتو له لارې یوه تفاهم ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې د سیمې هېوادونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښوودلې او دلته یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي