۰

خبریال یما سیاوش په یوه چاودنه کې و وژل شو

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۲
پلازمېنه کابل کې یوې ماین چاودنې مشهور خبریال یما سیاوش وژلی او یو شمېر نورو کسانو ته چې ویل کېږي د ښوونځي زده کوونکي و ټپیان شوي دي.
خبریال یما سیاوش په یوه چاودنه کې و وژل شو
پلازمېنه کابل کې یوې ماین چاودنې مشهور خبریال یما سیاوش وژلی او یو شمېر نورو کسانو ته چې ویل کېږي د ښوونځي زده کوونکي و ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د لړم ۱۷ مه سهار ۷:۴۵ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د مکرویانو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو د کابل پولیس وایي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله د یما سیاوش په لېږدونکي موټر شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، درې تنه په موټر کې وژل شوی، چې جسدونه یې د پېژندلو نه دي او یو شمېر نور کسان چې په لاره تېرېدل وژل شوي او ټپیان شوي دي.

تر اوسه په دقیق ډول د مرګ ژوبلې شمېر نه دي معلوم په ولسي جرګه کې د کابل پخواني استازي بکتاش سیاوش تایید کړې، چې په دغه چاودنه کې یې ورور یما سیاوش وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې یما سیاوش د طلوع تلوېزیون پخوانی خبریال و.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

تېره اوونۍ د کابل پوهنتون باندې هم ډلیز وسله وال برید وشو، چې ۲۲ تنه محصلین په کې شهیدان او ۴۰ نور ټپیان شول.

تر دې وړاندې د کوثر په نوم یوه ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو، چې په کې لسګونو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي