کابل کې د باج اخیستونکو یو وسله وال بانډ نیول شوی دی

17 عقرب 1399 ساعت 8:34

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د جنایت کوونکو یو بانډ چې له سوداګریزه موټرو به یې باج اخیسته پلازمېنه کابل کې نیولی دی.


 کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د جنایت کوونکو یو بانډ چې له سوداګریزه موټرو به یې باج اخیسته پلازمېنه کابل کې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، نیول شوي بانډ د کابل د ارغندۍ دروازه کې له موټرو او سوداګرو باج اخیسته.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د زرواکو او باج اخیستونکو دغه بانډ ۱۱ تنه غړي لري، چې د پولیسو په یوه لړ تکتیکي علمیات کې ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له دغه زورواکو له دغه باج اخیستونکي بانډ سره ۷ میله کلاشنکوفونه او دوه عرادې موټر هم نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې کابل کې د جنایت کوونکو، زورواکو، لنډه غرو، باج اخیستونکو، غلو، کېڅه بورانو او نور جنایت کارانو په وړاندې د پولیسو او ملي امنیت هڅې چټکې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com