۰
امریکايي جنرال:

موږ بېرته عملیاتو ته د ننه کېږو، پر طالبانو به هوايي بریدونه زیات کړو

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۷
په هېواد کې د جګړو په زیاتېدو سره افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د چارو مسوول امریکايي قوماندان جنرال جان ډېدرېک وايي، دوی به بېرته عملیاتو ته داخل شي او د افغان ځواکونو سره په ګډه به پر طالبانو هوايي بریدونه زیات کړي.
موږ بېرته عملیاتو ته د ننه کېږو، پر طالبانو به هوايي بریدونه زیات کړو
په هېواد کې د جګړو په زیاتېدو سره افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د چارو مسوول امریکايي قوماندان جنرال جان ډېدرېک وايي، دوی به بېرته عملیاتو ته داخل شي او د افغان ځواکونو سره په ګډه به پر طالبانو هوايي بریدونه زیات کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ډېدرېک زیاتوي، چې د طالبانو له خوا بریدونه او تاوتریخوالی زیات شوی، نو ځکه امریکايي ځواکونه اړ دي، چې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه زیات کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«د طالبانو تاوتریخوالی او بریدونه زیات شوي، موږ د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو، د طالبانو سره د کړې هوکړې پر اساس د افغان ځواکونو ملاتړ کوو، نو چې تاوتریخوالی زیاتېږي، موږ به هم د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه او عملیات زیات کړو.»

دی وايي، امریکا له طالبانو سره کړې هوکړې ته ژمنه ده او پر اساس یې په مسوولانه توګه د خپلو سرتېرو کمولو ته دوام ورکړی دی، خو دا چې طالبانو بریدونه زیات کړي، نو باید د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

جنرال ډېدرېک ټینګار کوي، چې امریکايي ځواکونو افغانستان کې خپلې یو شمېر اډې خالي کړې خو له افغان ځواکونو سره یې ملاتړ دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر دا مهال ۴۵۰۰ ته راټیټ کړی، خو په وینا یې همدا ځواک هم کولی شي، چې د افغان ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.
 
دغه امریکايي جنرال له افغان ځواکونو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې وايي، روان میلادي کال یې افغان ځواکونو ته د شپږ سوه میلیون ډالرو په ارزښت جنګي وسایل ورکړی دی.

د هغه په وینا دوی تازه ۲۵۱ هاموي ټانګونه په کابل، ۲۱۴ په کندهار کې افغان ځواکونو ته ورکړي او دغه راز یې ۱۶ سوه شپني دروبینونه، ۱۰ څرخکې، ۴ الوتکې، ۸۰ میلیونه مرمۍ او ځینې نور تجهزیات سپارلي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي