ننګرهار کې د داعش یو قوماندان او د مطبوعاتو د رهبری غړلی وژل شوی

17 عقرب 1399 ساعت 10:13

سیمه ییز چاراکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش یو قوماندان او د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژلی دی.


سیمه ییز چاراکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش یو قوماندان او د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو تېره شپه (د لړم ۱۶ مه) د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند اکمالاتي بېز سیمه کې ځانګړي عملیات کړي.

دی وايي، په دغه عملیاتو کې د اعش ډلې قو قوماندان اسد ځلاند چې په فاتح کاروان مشهور و وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړې، چې اسد ځلاند د داعش ډلې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی هم وو.

نوموړي و ویل، چې اسد ځلاند یا په فاتح کاروان به د دولتي اشخاصو په نښه کولو، ترور کولو او د پلانګذارۍ په برخه کې هم د داعش ډلې مشري کوله.

د نوموړي په خبره په یاد عملیاتو کې عامو خلکو او افغان ځانګړو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 133191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com