استرالیا:

افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جنایتونه په جدي ډول څېړو

17 عقرب 1399 ساعت 10:35

د استرالیا د دفاع وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جنایتونه په جدي توګه څېړي.


د استرالیا د دفاع وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جنایتونه په جدي توګه څېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې استرالیايي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت د چارواکو په قول وايي، دوی د خپلو ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

دوی ټینګار کړي، ټول هغه راپورونه په جدي توګه څېړي چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو او په افغانستان کې د دغه ځواکونو د ماموریت او جنګي جنایتونو په اړه خپاره شوي دي.

د دوی په وینا دغه راپورونو خپرېدل ددې سبب شوي چې دوی د خپلو ځانګړو ځواکونو په جوړښت کې پراخ اصلاحات راولي او د ټولو هغو ادعاوو پلټنه وکړي چې د استرالیايي ځواکونو په اړه موجود دي.

استرالیايي نظامي چارواکو زیاته کړې، دوی تر دې دمه  یې لس قضیې څېړلې دي چې په هغه کې لږ تر لږه شل کسان ښکېل دي او دوی به د خپلو اعمالو سزا ویني.

د یادونې ده، استرالیايي ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ز کال پورې په ارزګان کې ماموریت ترسره کاوه چې د ګڼو ملکي افغانانو په وژنه او شکنجه تورن شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو په برخه کې پنځه ویشت بنسټونو د استرالیا له حکومت د ټولو جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com