پکتیا کې چاودنې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژلي دي

17 عقرب 1399 ساعت 10:43

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته بمي چاودنه شوې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته بمي چاودنه شوې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ په نېکنام سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته شوې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران وايي، په دغه چاودنه کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا له چاودنې وروسته د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته هم شوې، چې د هوايي برید پر مټ طالبان په شاه تمبول شوي دي.
 
کامران وايي، په متقابله جګړه او هوايي برید کې ۷ طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پکتیا ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه پوسته موټر بم برید شوی و، چې یو شمېر پاڅونوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 133196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com