د هلمند مارجه کې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اښتې

18 عقرب 1399 ساعت 8:45

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک هغه مهال طالبان په نښه کړل، چې غوښتل یې په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه نور ټپیان او پڼځه موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، تر دې هوايي برید وروسته د مارجې په تریخ ناور سیمه کې افغان ځواکونو چاڼیز عملیات کړي، چې پر مهال یې د طالبانو یو میل پیکا، یو میل راکټ او یوه اندازه مهمات تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com