کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې ورکولو شمېر معلوم کړ

18 عقرب 1399 ساعت 10:21

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې د ورکړې شمېر معلوم کړی او په رسمي ډول یې بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې د ورکړې شمېر معلوم کړی او په رسمي ډول یې بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د لړم ۱۸ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د پاکستاني وېزې د غوښتونکو امنیت، د پاسپورټونو د ټولولو او د نوبت چارې تنظیم شي.

ښاغلي صالح ټینګار کړي، چې د هېڅ یوه هېواد د وېزې تر لاسه کولو لپاره زموږ خلک تحقیر، توهین او انساني کرامت یې باید تر پښو لاندې نه شي.

دغه راز ښاغلي صالح زیات کړې، د همدې وېزو د کمېشنکارانو له شپږو کړیو څخه یو تن چې کلونه یې د پاکستان مفتې وېزې پر خلکو په بې عزت ترین شکل پلورلې پرون له دوی سره تماس نیولی، چې په دې برخه کې معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، د دوی پالسي دا ده، چې اوري او د مقابل لوري په خبرو کې صداقت او صمیمت ته ځېر وي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په دې برخه کې به هېوادوال تر یوه وخت نور هم له ستونزو سره مخ وي، خو په ټول کې به یې ستونزې حل او ژر به یو ښه زېری واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ننګرهار ولایت کې د پاکستان د وېزې تر لاسه کولو په ټېل ماټېل کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133227

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com