افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر په توګه د جوبایډن او د ولسمشر د مرستیالې په توګه د مېرمن کاملا هرېس د انتخابېدو مبارکي وویله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن یکشنبې د لړم ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني د امریکا متحده ایالات د افغانستان ستراتېژیک شریک وباله.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې له امریکا متحدو ایالتونو سره د افغانستان ستراتېژیک مشارکت به له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت په برخو کې پیاوړی او دوام وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنې د ۲۷۳ رایو په اخیستو سره جوبایډن وګټې او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې په لوی توپیر ماته ورکړه.
بایډن چې د دیموکرات ګوند غړی دی له دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستال و، د امریکا ۴۶ ام ولسمشر وټاکل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل