۰
حامد کرزی:

تمه ده بایډن د افغان سولې لپاره روښانه تګلاره ولري

یکشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۵
پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، هیله لري، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغان سولې او روان وضعیت په اړه رغوونکې او روښانه تګلاره ولري.
تمه ده بایډن د افغان سولې لپاره روښانه تګلاره ولري
پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، هیله لري، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغان سولې او روان وضعیت په اړه رغوونکې او روښانه تګلاره ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي، بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هاریس ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي کرزي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، بایډن د امریکایانو د یووالي ژمنه کړې او دې مسلې ته افغانان هم اړتیا لري.

پخواني ولسمشر ټینګار کړي، چې تمه لري، د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې ښې شي او امریکایي حکومت پر افغان سوله لا ډېر تمرکز وکړي.

ښاغلي کرزي هیله ښوودلې چې بایډن به په نړیواله کچه د سولې او ثبات لپاره اغېزناکې او ګټورې تګلارې ولري چې د جګړو د ختمېدو او سولې د راتګ سبب شي.

د یادونې ده، چې جوبایډن د ۲۰۲۰ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ۲۷۳ رایو په ګټلو سره د امریکا نوی ۴۶ ام ولسمشر وټاکل شو او خپل سیال او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې ماته ورکړه.

ولسمشر ټرمپ چې په دې ټاکنو کې یې ۲۱۴ رایې ګټلې په دموکراتانو تور پورې کړی، چې په ټاکنو کې لاس وهنه کړې، خو په دې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي