سټارز انډ سټرایبس:

امریکا د افغانستان د څلور مهمو هوايي ډګرونو چارې افغانانو ته سپاري

19 عقرب 1399 ساعت 8:24

امریکایي سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، امریکا او ناټو به د افغانستان د څلورو مهمو هوايي ډګرونو سمبال چارې افغان چارواکو ته وسپاري.


امریکایي سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، امریکا او ناټو به د افغانستان د څلورو مهمو هوايي ډګرونو سمبال چارې افغان چارواکو ته وسپاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ورځ پاڼې په راپور کې ویل شوي، امریکایان به د کابل، کندهار، مزار او هرات د هوايي ډګرونو مسوولیت تر ۲۰۲۱ پورې افغان چارواکو ته وسپاري.

وځپاڼه لیکي، ټاکل شوې وه چې د کندهار د هوايي ډګر، چې اوس د احمدشابابا هوايي ډګر نومېږي، چارې د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې افغانانو ته وسپارل شي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د راپور پر اساس، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ خپور شو، لا په دقیق ډول څرګنده نه ده چې کله به د افغانستان څلور هوايي ډګرونه افغان چارواکو ته سپارل کېږي.

په ورته وخت کې ورځپاڼې د شنونکو له قوله دا هم ویلي، کېدای شي د امریکایانو له وتلو وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې د هوايي ډګرونو په تخنیکي چارو افغانان نه پوهېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، امریکا او ناټو د افغانستان د هوايي ډګرونو کنټرول افغانستان ته سپاري خو د افغانستان په دوهم ستر هوايي ډګر کې افغانان روزل شوي نه دي چې د احمدشاه بابا د هوايی دګر چارې سمبال کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com