سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو هرات کې د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال په غلکچي برید کې وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۱۸ مه سهار مهال د ښار ښار په دولسمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي ویلي، د دوی یو تن څارنوال له کور څخه دفتر ته په لاره و، چې د کور په ۵۰ متري کې پرې موټر سایکل سپرو وسله والو ډزې کړې او وژلی یې دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه څارنوال عبدالسمع رحمتي نومېده او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د تحقیقاتو د برخې څارنوال وو.
دی وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس وایي، د ښاغلي رحمتي په ګډون یې یو شمېر همکارانو ته په دې وروستیو کې د ځینو افرادو او ډلو له خوا ګواښونه شوي وو.
جمهورخبري آژانس:هرات