کابل کې چاودنه شوې، دوه تنه یې ټپیان کړي

19 عقرب 1399 ساعت 10:15

پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د لړم ۱۹ مه سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ختیځ لور ته د څرخي پله په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې دوه ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.

نوموړي د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم کابل کې یوې ورته چاودنې مشهور خبریال یما سیاوش او د مرکزي بانک دوه نور کارکوونکي و وژل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com