ډونالډ ټرمپ د امریکا دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ

20 عقرب 1399 ساعت 8:14

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر له دندې ګوښه او پر ځای یې د نوي وزیر د معرفي کولو خبر ورکړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر له دندې ګوښه او پر ځای یې د نوي وزیر د معرفي کولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د لړم ۱۹ مه په دوه ټوېټري پیغامونو کې ویلي، چې د اسپر پر ځای به د دفاع وزارت د ترورېزم سره د مبارزې د مرکز رییس کرستوفر میلر د دې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

ټرمپ د مارک اسپر د ګوښه کولو دلیل نه دی په ګوته کړې، خو لیکلي یې دي«کرستوفر میلر به عالي کار تر سره کړي، مارک اسپر ګوښه کړای شوی، د هغه له کړنو مننه کوم.»

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په دوو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر ګوښه کول او د نوي وزیر د معرفي کولو خبر ورکړ.

یو شمېر امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې اسپر د ټرمپ سره د نظر د یو لړ اختلافاتو د پیدا کېدو له امله سپینې ماڼۍ ته استعفا وړاندې کړې ده.

خو د امریکا د دفاع وزارت ځینې چارواکو دغه راپورونه رد کړي ویلي یې دي، مارک اسپر داسې کوم څه په پام کې نه لري.

ویل کېږي د ټرمپ او دفاع وزیر اسپر اړیکې د جون د میاشتې راهیسې، چې ټرمپ د پراخو لاریونو وروسته ګواښ کړی و، چې د لاریون والو د ځپلو لپاره به د پوځ نه کار واخلي، خو اسپر یې له دغه کار سره مخالفت ښودلی وو، خرابې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133287

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133287/

جمهور
  https://www.jomhornews.com