هلمند: په هوايي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي

20 عقرب 1399 ساعت 8:36

ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د افغان هوايي ځواک په برید کې د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرباڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د هوایي ځواک ښکار شول.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com