دفاع وزارت: په اروزګان کې ۳۷ طالبان وژل شوي

20 عقرب 1399 ساعت 9:33

ملي دفاع وزرات وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې کابو ۶۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزرات وايي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې کابو ۶۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرت نن سه شنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه نښتې پرون د اروزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

سرچینه زیاتوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه مهال پر طالبانو برید وکړ، چې دوی په سیمه کې راټول شوي و او غوښتل یې پر افغان امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

دفاع وزرات وايي، د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان، ۲ پټنځایونه او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 133297

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133297/

جمهور
  https://www.jomhornews.com