لوګر کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 عقرب 1399 ساعت 11:03

سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه ( د لړم ۱۹ مه) د مرکز پل علم اړوند د کلنګار په الوزیو په سیمه کې شوې ده.

د والي ویاند دیدار لونګ وایي، طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو په یوه پوسته برید کړی، چې وروسته نښته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو ټپي دی، خو د لوګر د ولسي پاڅونوالو پخواني قوماندان سید فرهاد اکبري ویلي، په دغه برید کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي او پوسته سقوط شوې ده.

خو دیدار لونګ وايي، په متقابل برید کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د جګړې پخلی کړی وایي، ۹ پولیس یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 


د مطلب کود: 133305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com