۰
واشنګټن ایکزماینر:

د خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې د افغان سولې بهیر ته کتنه کړې وايي، په دې برخه کې د زلمی خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي.
د خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي
واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې د افغان سولې بهیر ته کتنه کړې وايي، په دې برخه کې د زلمی خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې ټینګار کړي، چې د خلیلزاد اقدامات یوازې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړې، چې دا د جګړې د پای ته رسولو لار نه ده.

نشریې په دغه مطلب کې د امریکا پر نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غږ کړي، چې افغان سولې بهیر د خلیلزاد په غوښتنه مخ ته یونسي، ځکه په وینا یې د دغه شخص یوه پرېکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده او طالبان ترې خوشحاله دي.

نشریې د داعش ضد جګړې په اړه هم وایي چې بایډن دې د خلیلزاد په خوله په یاده جګړه کې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دا ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاري او بشپړ ملاتړ یې دې وکړي.

واشنګټن ایکزماینر ټینګار کړي، چې جوبایډن هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، سولې راوستو او سرتېرو ایستلو ته تګلاره ولري، خو په خبره یې د ټرمپ پر ګامونو د ګام نه ږدي.

د یادونې ده، ځینې امریکايي چارواکي وايي، بایډن د افغان جګړې پای ته رسولو او سرتېرو ایستلو ته لېواله دی، خو هڅه به وکړي، چې دغه بهیر په مسوولانه توګه پای ته ورسوي.

ځینو بیا ویلي، جوبایډن به زلمی خلیلزاد له دندې لرې نه کړي او د افغان سولې پروسه به د همده له لارې مخ ته یوسي.

دا نشریه یاده لیکنه پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت هم د امریکا پر نوي ولسمشر او حکومت غږ کړي، چې له طالبانو سره د امریکا پر کړې هوکړه بیا کتنه وکړي.

خو وسله والو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د امریکا له نوي حکومته غوښتي، چې له دوی سره کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي، ځکه په باور یې همدا هوکړه د افغان جګړې د پای ته رسېدو او امریکا د خوندیتوب ښه لار ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي