۰

کابل کې ۹ تنه حرفوي غله نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې ۹ تنه غړي لري نیولي دي.
کابل کې ۹ تنه حرفوي غله نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې ۹ تنه غړي لري نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه غله د کابل ښار د پنځمې،  شپږمې، یوولسمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو په یادو حوزو کې د امنیتي میثاق پر بنسټ ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه حرفوي غله نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو کسانو له منځه؛ په شپږمه ناحیه کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله  او همدارنګه په پنځلسمه ناحیه کې هم د حرفوي غلو پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.

نیول شویو کسانو د وسایطو په غلا کې لاس درلود او وسلې یې کشف او ترلاسه شوې دي.

په همدې حال کې؛ د وسله والو غلو یو بل ډلمشر چې د کابل ښار د پنځمې او شپږمې ناحیو په اړوند سیمو کې یې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود، نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي