د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی عبدالله او ورسره پلاوی پرون سه شنبې د لړم ۲۰ مه ناوخته د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، تاکشند ته د عبدالله د سفر موخه د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.
سرچینه زیاتوي، چې عبدالله به د دغه سفر په ترڅ کې له تاجک چارواکو سره پر افغان سوله د سیمه ییز اجماع او دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر غښتلتیا او پراختیا خبرې وکړې.
د یادونې ده، چې عبدالله تر دې وړاندې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کولو لپاره پاکستان، هند او ایران ته هم سفرونه کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل