د زابل پر شینکۍ ولسوالۍ د موټر بم برید مخه نیول شوې

22 عقرب 1399 ساعت 7:55

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ د طالبانو د موټر بم او ډلیز وسله وال برید مخه نیولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ د طالبانو د موټر بم او ډلیز وسله وال برید مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، وړمه شپه طالبانو غوښتل د شینکۍ ولسوالۍ پر ودانۍ ټونس موټر بم برید وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له خوا پېژندل شوی او په نښه کېدو کې یې چاودنه کې ده.

دی وايي، په دغه چاودنه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی، خو له دې وروسته لسګونه طالبانو پر ولسوالۍ برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د زابل د والي ویاند زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ګل اسلام سیال وايي، د څو وسله والو جسدونه او وسلې د جګړې په میدان پاتې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم زابل کې موټر بم برید وشو، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته زیان واوښته.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې موټر بم بریدونه زیات شوي، چې یوازې په تېرو دوه اونیو کې کابو ۱۱ موټر بم بریدونه شوي.

زابل، کندهار، هلمند، فاریات او پکتیا هغه ولایتونه دي، چې په کې موټر بم بریدونو امنیتي سرتېرو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 133353

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133353/

جمهور
  https://www.jomhornews.com