۰
د ځمکې غاصبینو ته د کابل ښاروالي خبرداری!

شنې ساحې او غصب کړې ځمکې پرېږدۍ که پر وړاندې به مو قوي اقدام وشي

پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
کابل ښاروالۍ هغه کسانو ته چې شنبې ساحې او ځینې نورې ځمکې یې غصب کړې، خبرداری ورکړي، چې ژر تر ژره یې خوشي کړي، که نه پر ضد به یې قوي اقدام وشي.
شنې ساحې او غصب کړې ځمکې پرېږدۍ که پر وړاندې به مو قوي اقدام وشي
کابل ښاروالۍ هغه کسانو ته چې شنبې ساحې او ځینې نورې ځمکې یې غصب کړې، خبرداری ورکړي، چې ژر تر ژره یې خوشي کړي، که نه پر ضد به یې قوي اقدام وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې غضب شوې ځمکه باید په ۴۸ ساعتونو کې تخلیه شي.

خبرپاڼه وايي، یاده شنه ساحه چې د قومندان هلال الدین هلال له لوري غصب شوې وه، اوس د کام ایر هوایي شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، له دې پرته کابل ښاروالي په ټول قوت اقدام کوي، راتلونکی مسئولیت او د خسارې جبران به یې په خپله غاړه وي.

د کابل ښاروالي وايي، د غصب شویو شنو سیمو ساتنه د دوی مسؤلیت دی او د همدې مسؤلیت له مخې به ټولې هغه شنې سیمې چې زوروکو غصب کړي ژغوري او بېرته یې راګرځوي.

تر اوسه کام ایر شرکت په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي