۰

سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده

پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیگار) ویلي، د افغانستان حکومت د سیستماتیک فساد په وړاندې محدود ګامونه پورته کړي دي.
سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیگار) ویلي، د افغانستان حکومت د سیستماتیک فساد په وړاندې محدود ګامونه پورته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار پرون چهارشنبې د لړم ۲۱ مه په ټوېټر باندې یو لیک خپور کړی او ویلي یې دي چې د فساد ضد مبارزې په برخه کې اصلاحات پدې هېواد کې د مقرراتو د ټاکلو او د غونډو د جوړولو په حد کې دي.

په دغه لیک کې سره له دې چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د افغان حکومت د یو شمیر کارونو ستانیه شوې خو ټینګار یې کړی، چې حکومت باید ټینګ ګامونه پورته کړي چې د فساد د کمیدو سبب شي، لکه په فساد باندې د ککړو زورواکو افغانانو نیول او سزا ورکول.

لیک کې ویل شوي«په فساد باندې تورن زورواکي د قانوني تشو نه استفاده کوي او د تعقیب کېدو نه تښتي او هغه کسان چې مجرم هم ګڼل کیږي د حکومت له کمزورو بنسټونو نه استفاده کوي او هغسې چې لازم دي سزا نه ورکول کیږي.»

په یو ځانګړي مورد کې سیګار د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخواني رئیس احمد یوسف نورستاني ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اختلاس او د وظیفې نه د استفادې د تورونو سره سره هغه د افغانستان د سنا جرګې د غړي په توګه ګمارل شوی او کاري مصونیت یې د نیولو خنډ شوی دی.

همداشان سیګار ویلي دي چې د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالحمید شریفي چې عربي متحده اماراتو ته د ۲۰۰ زرو یورو د قاچاق کولو د هڅې په تور نیول شوی و، د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې د محتویاتو په بنسټ چې وکیلانو ته معافیت ورکوي د بند نه خوشې شو او قضیه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وړاندې شوه.

سیګار ټینګار کړی چې د دې ادارې د لیک په رڼا کې افغانستان سره بهرني مرسته کوونکي باید د دې هېواد سره د خپلو مرستو دوام په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې د تائید شویونو نتیجو پورې مربوط کړي.

سیګار ویلي، هر کله چې مرسته کوونکي هیوادونه په افغانستان کې د خپلو مرستو د مصرف کېدو پر څرنګوالي جدي او دقیقه څارنه ولري او د هغې په لګولو کې فساد تعقیب او ارزونه یې وکړي د افغانستان حکومت به ددغو مرستو د لګولو په مدیریت کې ښه چلند ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي