د آزادۍ رادیو یو خبریال په ماین چاودنه کې و وژل شو

22 عقرب 1399 ساعت 9:08

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي په یوه چاودنه کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي په یوه چاودنه کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزه چارواکو په وینا الیاس داعشي نن پنشنبې د لړم ۲۲ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د ازادۍ رادیو خبریال الیاس داعي په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی وژل شوی او د ورور په ګډون یې درې تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د داعي کورنۍ هم د هغه د وژل کېدو پخلی کړی وايي، الیاس داعي په خپل موټر کې  د کار په لور روان و، چې چاودنه پرې شوې او وژل شوی دی.

الياس داعي په هلمند ولايت کې له تيرو لسو کلونو راهيسې له ازادی راډيو سره د خبريال په توګه دنده لرله.

نوموړی د خپلي دندې پر مهال يو ځل د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ګواښل شوی هم و.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په روانه یوه اونۍ کې دوهم خبریال دی، چې په چاودنه کې وژل کېږي.

تر دې څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزیون مخکنی خبریال او د افغانستان بانک سلاکار هم په ورته چاودنه کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 133361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com